د متيازو بوی کوم وخت نورمال او کله خطرناک دی؟ ډاکټران وايي سهار

په نورمال حالت کې د انسان متيازې کوم خاص بوی نلري، د یوه روغ انسان متيازې بايد کوم خاص قوي بوی ونلري، که چېرې مو روغتيا په ځای وي او کافي مايعات ترلاسه کوی نو بايد متيازې مو بې بويه وي.

مګر که چېرې د يو کس متيازې بوی ورکوي نو دا د ځینې ناروغيو د شتون نښه ده، په ځانګړي ډول هغه متیازې چې بد بوی ورکوي د بې کنتروله شکر او غوړ شوي ځيګر نښه کېدی شي.

د متيازو بوی که چېرې په پرلپسې ډول نه وي نو اړتيا نشته چې یو کس ورخطا سي، بعضې وخت د کومو خاصو مشروباتو د څښلو يا کافي اوبه نه څښلو ډېر بې حرکت پاتې کېدو يا کومو درملو د خوړلو په صورت کې د انسان متيازې بوی کوي مګر دا عموماً د څه وخت په تېرېدو ورکېږي.

د‌ متيازو بوی کېدی شي د سهار له لوري او يا هم داسې مهال چې يو کس ډېر وخت اوبه نه وي څښلې حس کېدی سي. پدې هکله ډاکټران وايي چې که چېرې يو کس سهار د خپل ځای څخه را پاڅي او لومړی کار یې خپلې متيازې کول وي نو پدې مهال د‌متيازو بوی نورمال دی.

که چېرې يو کس په پرلپسې ډول ويني چې متيازې یې د ورځې په نورمالو وختونو کې هم بوی کوي نو په دې صورت کې ښه ده چې ډاکټر ته مراجعه وکړي او خپل مشکل ورته په ښه ډول بيان کړي‌.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *