د ماډلې شکایت؛ امریکايي پوليسو ته اسټراليايي نجونې خوند ورکوي زه یې پینځه ساعته

د رسنیو مشهورې څېرې ميکااېلا ويلي دي چې امريکايي پوليسو ورسره ډېر غیرې مسلکي او ناسم چلند کړی دی، نوموړې چې په اصل کې د اسټرالیا هېواد ده امريکا ته تللې وه او هلته یې د هوايي ډګر د پوليسو له لوري د ترسره شوي چلند په هکله ګيله کړې ده.

دا وايي چې کله هوايي ډګر ته ورسېده نو پوليسو يوې کوټې ته بوتله او هلته یې ورڅخه تحقیقات پيل کړل. دا زیاتوي چې امريکايي پوليسو ته دا خوند ورکوي چې اسټراليايي نجونې بندي کړي او په هغوی باندې ډول ډول تورونه پورې کړي.

ميکااېلا وړاندې وايي چې امريکايي پوليسو دوی ته د فا. حشو يا بد کا. ره ښځو نظر کړی و او داسې فکر یې کړی و چې ګواکي موږ د اسټراليا څخه راغلې يو امريکا ته او دلته د پيسو په مقابل کې د نارينه و سره نا. وړه کار کو.

نوموړې وايي چې پینځه ساعته پوليسو په دې تور نيولي و وايي چې دوی وليدل چې زه ډېره ښکلې يم نو کېدی سي دا ډول کارونه ترسره کړم خو وايي ددوی غلط فکر و او وروسته یې موږ ټول خوشي کړو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *