د مالټې او کېلې د پوستکي څخه دغه شپږ حيرانونکې ګټې ترلاسه کولای شی
هسې خو مېوه پخپله د روغتیا لپاره ګټور خواړه دي، خو تر دې اندازې ګټه ترې پورته کول چې پوستکي یې هم ضایع نشي حیرانونکې او په زړه پورې دی.
هغه میوې چې پوستکی يې هم یو شمېر ګټې لري، مالټه، کیله او لیمو دي، چې په عام ډول یې خلک غورځوي، او یا زیات نه زیات که کور کې څاروی ولري هغې ته یې واچوي، خو په دې کې داسې ګټې شته چې په لیدلو به مو حیران کړي.
د مالټې پوستکی
حشرات له منځه وړي! د مالټې پوستکي یو کمال دادی چې ددې په واسطه له خونې څخه حشرات ویستلی شئ، په دې کې داسې کیمیاوي توکي موجود دي چې په واسطه یې مچان، ماشي، میږیان او نور داسې حشرات له خونې ویستل کیږي، ددې لپاره د مالټې پوستکی په میکسر کې میده کړئ او بیا یې یوه پیاله ګرمو اوبو کې ګډ کړئ او پر خونه کې يې ځای پر ځای او یا یې په هماغه ځای واچوئ کوم ځای کې چې میږیان یا نور حشرات موجود وي.
د یخچال/فریج بوی مو ختم کړئ! د یخچال استعمالول د وخت په تیرېدو سره بوی پیدا کوي، چې پاکول یې یو ستونزمن کار بلل کیږي، ددې بوی ختمولو لپاره د مالټې پوستکي استعمال تر ټولو غوره لار ده، د مالټې په پوستکي مالګه واچوئ او په یخچال کې یې کیږدئ، مالګه او د مالټې پوستکی یوځای د یخچال بوی جذب کوي او له منځه یې وړي.
د ویښتانو لپاره ښه کار ورکوي: په مالټه کې ویټامین C موندل کیږي، چې د روغتیا او ویښتانو لپاره ګټور دي، ددې لپاره د مالټو پوستکي جوسر یا میکسر کې تاو کړئ او وروسته یې د شامپو په شکل په ویښتانو ووهئ، ویښتان به مو نرم، ښایسته او پړکیدونکي شي.
د کیلې پوستکی
غاښونه سپینوي: د غاښونو سپينول نن سبا یوه ستره ستونزه جوړه شوې، مختلف کیمیاوي خوراکونه کول د انسان غاښونه سپينولو ته نه پریږدي، ددې لپاره یوه اسانه نسخه وکاروئ او له دغې ستونزې ځان خلاص کړئ، د کیلې پوستکي کې یو ډوله تیزاب موجود دي چې د غاښونو ژیړوالی او پر دې موجود داغونه له منځه وړي.
ددې لپاره د برش یا مسواک وهلو نه وروسته د دوه دقیقو لپاره د کیلې پوستکی په غاښونو ومښئ، غاښونه به مو سپین او پړکیدونکي شي.
چیچل شوی ټپ ښه کوي: د کیلې پوستکی د پړسوب ختمولو ځانګړتیا لري، مطلب دادی، که چیرې تاسې کومې حشرې وچیچلئ، نو په هماغه ځای د کیلې پوستکی په زور ونیسئ، او تر هاغه وخته یې ونیسئ تر څو مو کوم فرق محسوس کړی نه وي.
مخ مو له داغونو پاکوي: همدا ډول د کیلې پوستکی د مخ پوستکي لپاره هم ګټور دي، د کیلې پوستکي به راواخلئ او د شپې لخوا به یې د لسو دقیقو لپاره پر مخ ووهئ، خو دغه کار مسلسل څو شپې تکرار کړئ، په یاد ولرئ چې د دغو لسو دقیقو په دوران کې د کیلې یو پوستکي پر ځای څو څو پوستکي استعمال کړئ.
د لیمو پوستکي ګټې
هډوکو لپاره ګټور دي: د لیمو پوستکي کې ویټامین C او کلسیم شتون لري، چې د هډوکو مضبوطولو کې مرسته کوي، دا د بندونو، هډوکو او نورو ناروغیو په مخنیوي کې ګټور ثابتیږي، کوښښ وکړئ د لیمو ترڅنګ یې پوستکی هم وخورئ.
وزن کمولو کې مرسته کوي: د لیمو پوستکی د وزن په کمولو کې مرسته کوي، ددې لامل په دې کې یوه ماده چې د پیسټین په نامه یادیږي (دا د فایبر یو نوع ده)، شتون لري، دا په بدن کې د وزن کمول لپاره کار کوي.
د غاښونو او خولې ناروغۍ ختموي: همدا ډول د لیمو پوستکی د خولې ناروغۍ لپاره هم ګټور دي، زیاتر وخت بدن کې د ویټامین سي کمښت د غاښونو ستونزو له کبله رامنځته کیږي، د لیمو پوستکی د ویټامین سي کمښت پوره کوي او په غاښونو کې شته ناروغۍ له منځه وړي.