د لو.څو فلمونو پخوانۍ اداکاره؛ غواړم دا ډول فلمونه بند شي ځکه د خلکو -

د لو.څو فلمونو پخوانۍ اداکاره؛ غواړم دا ډول فلمونه بند شي ځکه د خلکو

لنا روډس د لو.څو فلمونو ترټولو ټاپ سندرغاړې ده، هغه په دې ډول فلمونو کې د کار پيل کولو سره سم داسې شهرت ته ورسیده چې د نړۍ په سراسر کې خلکو وپېژندله، مګر په دې ډول فلمونو کې یې کار کولو زيات دوام ونکړ او د څه مودې وروسته یې په يادو فلمونو کې کار کول پرېښودل او اوس یې بيا ددې فلمونو په وړاندې مبارزه پيل کړې ده.

دا وايي چې دا ډول فلمونه په کامل ډول غیرې انساني دي، د فلمونو جوړونکی شرکتونه په سلګونو ميليونه ډالر ګټي خو د فلم کار کوونکي بيا صرف د يوې داسې معاملې سره مخ کېږي چې هغه د انسان د شرافت سره په ټکر کې ده، نوموړې وايي دا په دې ډول فلمونو کې د اصلاحاتو راوستل واقعي حل لار نه ګڼي.

وايي دا ډول فلمونه بايد په کامل ډول بند شي او هیچاته اجازه ورنکړل شي چې دا فلمونه جوړ کړي، لنا وړاندې زیاتوي چې دا ډول فلمونه د یوه لوري د فلم د کار کوونکې ذهني روغتيا تباه کوي او د بل لوري د هغوی بدني روغتيا هم له منځه وړي خو د بل لوري د ليدونکو لپاره هم لوی زيان لري.

ددې په خبره چې دا ډول فلمونه هېڅ واقعيت نلري او څوک یې چې ګوري هغوي فکر کوي چې دا فلمونه ريښتيا وايي نور نو خلک په واقعي ژوند کې همغه ډول تمې پيدا کوي او دا ددې سبب کېږي چې د خلکو خيالي ژوند د هغوی واقعي ژوند له منځه يوسي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *