د لوی بدن ماډله: د نيم ښار سره مې کور.والی کړی خو بیا هم

يوې مشهورې امریکايي ماډلې چې د لوی بدن په ماډله باندې مشهوره ډېرې حيرانونکې څرګندونې کړې دي، د اشلي ګراهام په نامه دې ماډلې چې اوس یې واده هم کړی دی پرون ويلي دي چې د نيم نیویارک سره څملاستلې ده، مطلب یې د نیویارک د نیم نفوس سره د شپې تېرول و.

تر دې وړاندې يې هم په یوه مرکه کې ويلي و چې د خپل پخواني مېړه څخه یې ځکه خپله لاره بېله کړه چې په کور. والي کې یې دا ورسره خوشحاله او راضي نه وه.

د لوی بدن لرونکې دا ماډله چې په ټوله نړۍ کې مشهوره ده په ورځني ډول دا تبليغات کوي چې څوک دې پخپل لوی بدن او چاغ والي باندې نه شرمېږي او بدن یې چې څه ډول دی په همغه ډول یې دې ومني او د خلکو خبرو ته دې پام نکوي ځکه چې د خلکو خبرې د يوه کس په ژوند کې واقعي تأثير نلري.

دا اوس د جسټین اېروين سره يو ځای ژوند وکړي او د خپل واده ثمره دری اولادونه هم لري تراوسه پورې د هغه خاوند د نوموړې ددې ډول څرګندونو په اړوند کوم غبرګون نه دی ښودلی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *