د لوړو نمرو په مقابل کې د پوهنتون يو استاد د لسګونو نجونو سره -

د لوړو نمرو په مقابل کې د پوهنتون يو استاد د لسګونو نجونو سره

په مراکش کې په يوه پوهنتون کې د شرم ډک کار شوی دی چې ددې هېواد په رسنيو کې یې غوغا جوړه کړې ده دا کار په یوه پوهنتون کې ښه معتبر استاد کړی دی چې د پروفيسر لقب هم لري، د زياتو نجونو سره داسې يوه لوبه او ظلم کړی دی چې اوس پخپل د شرم څخه پټ شوی و خو د زياتو هڅو وروسته پوليس په دې بريالي شوي دي چې نوموړی ګرفتار کړي او د عدالت د پلي کولو لپاره یې محکمې ته وړاندې کړي ترڅو عدالت پلی شي او بيا داسې ظلم ونشي.

دغه استاد ګڼ شمېر نجونو ته وعده ورکړې وه چې که دده سره زن. ا وکړي نو دی به ورته په امتحان کې ښې نمرې ورکړي، ويل کېږي چې دغه استاد د سېتات په پوهنتون کې تراوسه پورې ګڼ شمېر نجونې په دې دام کې ګير کړې دي او د لوړو نمرو په بدل کې یې د نجونو سره ناسم کا. ر کړی دی.

دغه استاد يوې محکمې اوس په دوه کاله زندان محکوم کړی دی خو په سيمه کې خلک وايي چې دا سزا کافي نه ده پکار ده چې د ټولو نجونو غږ واورېدل شي او ده ته د هرې يوې نجلۍ د برخې جدا سزا ورکړل شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *