د فلج کېدو یوه میاشت وړاندې بدن دغه دری علامې په پرلپسې ډول ښکاره کوي

فلج کېدل يو له هغه ناروغيو څخه دي چې انسان ژوند نېغ په نېغه نيمګړی کوي، د انسان څخه د ژوند ډېری قابليتونه اخلي او انسان د خپل ژوند د خپل ځان د عادي چارو د ترسره کولو څخه محروم کوي او فلج شوی انسان نور د ژوند په ډېرو برخو کې نورو انسانانو ته احتیاج وي.

د فلج کېدو مخکې د انسان بدن ځينې نښې نښانې ښيی، يوه له دغو نښو څخه د ذهن زيات ګډوډ کېدل، په سمه ډول خبرې نکول خبرې او الفاظ ورڅخه غلطېدل او د بل په خبرو په اسانۍ نه پوهېدل دي.

د سترګو ليد کمېدل، د مخ د ځينې برخې بې حسه کېدل، د لاسو او پښو بې زيات بې حسه کېدل، د سر زيات ګرځېدل، د يادونې وړ ده چې دا علامې کله نا کله په هر انسان کې رامنځته کېږي خو که په پرلپسې ډول وي بيا د فلج د علامو شک ورباندې کېدی شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *