د‌ فلج څخه يوه اونۍ وړاندې بدن پینځه مهمې نښې څرګندوي

فلج د هغه ناروغيو په سر کې راځي چې اټکل یې ګران وي او يو ناڅاپي پېښېږي، که څه هم چې د فلج سره مخ کېدل اسانه نه مدیریت کېږي خو د فلج وړاندې بدن ځينې نښې نښانې ښکاره کوي چې په پېژندلو سره یې يو انسان بايد ډاکټر ته مراجعه وکړي.

د فلج د رامنځته کیدو یوه نښه داده چې د يو کس لاس يا پښه، خو په خاص ډول پښه، بشپړه پښه زیاته ويده کېږي او يو ډول بې حسه کېږي، که څه هم پښه په پوره ډول یې حسه نه وي مګر کوم څوک چې ورسره مخ وي هغه پوهېږي چې دا د پښې ويده کېدل یې نورمال نه دي یو ډول بې حسه غوندې وي.

دا ډول کس په سم ډول خبرې نشي کولای د مقابل طرف په خبرو هم سم نه پوهېږي، د مخ یوه برخه یې لږ شانتې سره کېږي او داسې ښکاري لکه لږ یې چې د مخ يو طرف ځوړند شوی وي. يو ناڅاپه يې د سترګو ليد ګډوډ کېږي او یو شی په سم ډول نشي ليدلی.

ددې ترڅنګ ځينې نورې نښې هم ليدل کېږي لکه د سر درد د بدن توازون له لاسه ورکول خو ډېر خلک دا يوه نښه شديده حس کوي هغه د يوه لاس يا يوې پښې يا ددې دواړو غړيو د يوې برخې یو ډول بې حسه کېدل دي.

که چېرې تاسې په ځان کې دا ډول نښې ولیدې نو سمدلاسه مه ورخطا کېږی دا کېدی شي ستاسې د ورځني ژوند د موجود حالت سره تړاو ولري خو که چېرې مو ژوند عادي روان و د کوم خاص حالت لکه غوسې، يخ، ګرمۍ، سختې لوږې او سترېس سره نه وی مخ شوي او بيا مو هم دا نښی درلودې نو بيا لازمه ده چې يو ځل ډاکټر ته ولاړ شی او خپل شکایت او حالت ورته په ډېر ښه ډول بيان کړی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *