د فريد ملک کور ته غله ور اوښتي هغه او پلار یې اوس مهال

د ننګرهار څخه را رسیدلي راپورونه وايي چې په دې ولايت کې د غلو يوې ډلې هڅه کړې ده چې د کرکټ‌ د ملي ټيم د لوبغاړي فريد ملک کور ته ور واوړي. په ټولنيزو رسنيو کې هم دا خبر خپور شوی دی چې د غلو يوې ډلې د فريد ملک په کور باندې د ور اوښتلو هڅه کړې ده.

تازه اوس په افغانستان کې د واکمنې ډلې چارواکو ويلي دي چې شپږ تنه غله چې د فريد ملک په کور ور اوښتل ددوی له لوري نيول شوي دي. دوی دا ددې غلو هويت نه دی افشا کړی صرف ددوی د نيول کېدو خبر یې تاييد کړی دی.

د يادونې وړ ده چې تراوسه پورې پخپله فريد ملک په دې هکله څه نه دی ويلي چې دا پېښه څه ډول ترسره شوې ده دوی کوم زيان ليدلی دی که نه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *