د غېږې نيولو نړيواله اتله: خاوند مې ډېر خوشبخته دی چې ما غوندې ښځه لري ټوله -

د غېږې نيولو نړيواله اتله: خاوند مې ډېر خوشبخته دی چې ما غوندې ښځه لري ټوله

د غېږې نيولو نړيواله اتله مېرمن کترينا چې ډېر وخت کېږي د رسنیو څخه لرې وه د خپل ژوند او فعاليتونو په هکله پخپله تازه مرکه کې مهمې څرګندونې کړې دي، نوموړې يو وخت د امریکا د غېږې نيولو په سياليو کې د نړۍ د سراسر څخه پکې مینوال شتون لري د لوی نوم خاونده وه او تر ډېره به يې خپل رقيبان پسې اخیستل.

نوموړې په دې برخه کې د زيات فعاليت وروسته ددې لوبو د یوه بل قوي لوبغاړي سره اړيکې جوړې کړې او بلاخره خبره واده ته ورسیده او دوی دواړو واده وکړ او يو نوی ژوند یې پيل کړ.

د هغه څخه وروسته یې بيا خپل سپورټي فعاليتونه وځنډول او د خپل میړه سره يې پخپل ګډ ژوند باندې توجو زياته کړه دا پخپله مرکه کې وايي چې ژوند یې ډېر ښه تېریږي او د خپل خاوند سره زياته خوشحاله ده وايي ډېر خلک یې د ښکلا څخه متاثر دي او ورته وايي چې ستا خاوند ډېر خوشخبته انسان دی چې په ژوند کې.

تا غوندې یوه ښځه لري دا په خندا کې وايي چې په دې يې پخپله خاوند هم اعتراف کوي چې دا دی ډېر خوشبخته دی چې په ژوند کې ورته خدای ددغې په شان ښځه په نصيب کړې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *