د غاښ د درد ۳ کورنۍ حل لارې، په یوه دقیقه کې د غاښ درد اراموي -

د غاښ د درد ۳ کورنۍ حل لارې، په یوه دقیقه کې د غاښ درد اراموي

د غاښو درد يو له ډېرو ځورونکو دردونو څخه دی، ډېر وخت داسې وخت پېښېږي چې سړی یې د حل لپاره عاجلې لارې ته اړتیا لري. عموماً د شپې چې کله غاښ په درد شي نو که په کور کې کوم د درد ګولۍ ونلري او یا هم د درد له ګولیو يا درملو سره حساسيت ولري نو دا ډول کس مجبور دی له یوې کورنۍ لارې چارې ګټه واخلي چې دا درد ارامه کړي.

له دې لارو څخه يوه یې هم ترټولو ساده د مالګینو اوبو غرغړ دی، په يوه ګيلاس کې نيمه ګرمې اوبه اچول کېږي وروسته پکې یوه مناسبه اندازه مالګه اچول کېږي او په خولې کې ښې ښورول کېږي عموماً غرغړ کېږي. مالګه پخپل ځان کې قوي ميکروبي ضد مواد لري چې د غاښونو منځ او څنګونو کې موجود ميکروب وژني. په ځانګړي ډول دغه مالګه لرونکې اوبه د غاښونو د وروريو التهاب هم کموي.

يوه لنډه موقتي او عاجله بله لاره بيا داده چې يو بخ شی د غاښ په هغه برخه د بیرون له لوري کېښودل شي چې درد کوي دا کېدی شي يوه ټوټه یخک په کومه ټوټه کې تاوول وي يا کوچني بوتل کې یخک يا يخې اوبه وي. په دې سره د غاښ د درد سره نېږدې رګونه تنګېږي او د درد حس کمېږي.

او دريمه حل لاره چې دا هم په کور کې په ساده ډول کارېدلی شي د اوږې کارونه ده، يو کس کولی شي چې اوږه میده کړي او په هغه غاښ یې بيا لکه کریم ووهي چې درد کوي او يا هم کولی شي يو پلی اوږه په همغه غاښ منځ کې یې ميده کړي او ویې خوري کوم چې دود کوي، اوږه قوي انتي اوکسيدان لري، التهاب له منځه وړي او د درد کمولو خاص قابلیت پکې دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *