د عمران خان پخوانۍ ښځې دريم مېړه هم وکړ، وايي دا ځل مې سم مېړه پيداکړ

د‌ عمران پخوانۍ مېرمنې د دريم ځل لپاره واده وکړ، د ۴۹ کلونو عمر لرونکې رېحام خان د ۳۶ ميرزا بلال سره پرون د امريکا په متحده ايالاتو کې واده وکړ.

ميرزا بلال يو پاکستانی ماډل دی او د رېحام خان څخه ۱۳ کاله کم لري. ریحام خان پرون د واده وروسته په ټويټر کې د خپل واده انځور خپور کړ او ویې ویل چې د اوږده انتظار وروسته یې بلاخره داسې یو نارينه پيدا کړ چې دا باور ورباندې کولی شي.

په ټولنيزو رسنيو کې ددوی د واده په هکله ډول ډول تبصرې شوې وې، ځينو رېحام خان ته ليکلي و چې دا نيت لري د څلور ښځو په مقابل کې د څلورو مېړونو ريکارډ جوړ کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *