د عصمت قا.نع په کور حجوم وروړل شوی، قانع همدا اوس پخپل کور کې

په کابل د واکمنې ډلې کسانو د افغانستان د نامتو ليکوال عصمت قانع په کور حکومت ور وړی دی، هغه ته نېږدې کړيو رسنيو ته ويلي دي چې د عصمت قانع کور همدا اوس محاصره دی او هڅه کېږي چې هغه ونيول شي.

قانع یو له هغو ليکوالانو څخه دی چې تر ډېره سپینې خبرې کوي او د چا پروا نه ساتي، د پرون راهیسې چې حاکمې ډلې د افغانانو په لوڼو باندې د زده کړو بنديز لګولی دی د سختو نیوکو سره مخ دي.

ددې نیوکو په ځواب کې د زور څخه کار اخيستل کېږي، شنونکي وايي چې د خلکو مشروع انساني حقوق غصب کول به ښی پايلې ونلري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *