د ظلم اوج؛ ځوانې ښځې خپل ۷۱ کلن خاوند ددې لپاره وواژ.ه چې -

د ظلم اوج؛ ځوانې ښځې خپل ۷۱ کلن خاوند ددې لپاره وواژ.ه چې

د امريکا په متحده ايالاتو کې د هغه ماډلې مېرمنې محکمه روانه ده کومه چې د خپل ۷۱ کلن ملګري د کوم سره چې دې د ښځې او خاوند په شکل ګډ ژوند کاوه په قتل تورنه ده. دا مېرمن چې تراوسه پورې یې دغه تور نه دی منلی د امريکا پوليسو څه موده وړاندې نیولې ده. په دې تور دی چې خپل ۷۲ کلن ملګری یې وژ. لی دی.

د ټوماس په نامه دې کس ۷۱ کاله عمر درلود او ددې ماډلې چې کېلسی نوم لري د ژوند ټول مصارف یې ادا کول او دوی دواړو يو ځای ژوند کاوه، د پوليسو د راپور په بنسټ دې کس د مېرمن کېلسي لپاره يو کور په کرايه نيولی و، ورسره یې ورته یو موټر اخيستی و د برېښنا اوبو او نورو شیانو مياشتيني بېلونه به یې ادا کول.خو په وروستي ځل دوی په یوه مسله جوړ نشول او وروسته يوه ډېره زړه بوږنوونکې پېښه رامنځته شوه.

د ترلاسه شویو معلوماتو په بنسټ ښاغلي ټوماس په وروستي ځل ددې مېرمنې د کور کرايه نه ادا کوله چې وروسته ددواړو جنجال رامنځته شو. پوليس وايي چې دغه سپین ږيری کس دوی په داسې حال کې ومونده چې خپل ژوند یې له لاسه ورکړی و په سر سر زيات وهل شوی و.

تراوسه پورې محکمې ددې ښځې په هکله خپله وروستۍ پرېکړه نه ده صادره کړې خو ورته غوښتل شوې سزا د ۱۰ او ۲۵ کلونو ترمنځ ده، د پوليسو په وينا ددې مېرمنې سزا به د ۲۰۲۳ م کال د لومړۍ مياشتې په لسمه ورځ اعلان شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *