د طلوع نيوز خبرياله: راشد خان څو کاله وړاندې په یوه مرکه کې راته وويل چی ښځه

د اسټراليا له لوري د افغانستان سره د لوبو له لغوه کولو وروسته د کرکټ‌ په هکله بېلابېل بحثونه پرانيستل شول، ځینې کسانو چې ډېری یې افغانستان او افغانیت نه مني د اسټراليا ددې پرېکړې ملاتړ وکړ.

د اسټراليا د کرکټ دغه پرېکړو د افغان لوبغاړو غبرګون هم د ځان سره درلود، په داسې حال کې چې افغان لوبغاړو په افغانستان کې د ښځو د کار او زده کړو ملاتړ کړی دی خو ځینې کړيو په راشد خان او نورو افغان لوبغاړو باندې نیوکې پيل کړې.

تازه د طلوع نيوز يوې خبريالې انيسه شهيد ويلي دي چې د راشد خان سره یې څو کاله وړاندې مرکه درلوده او کله یې چې د ښځو د حقونو او لوبو په هکله ترې پوښتنه وکړه نو راشد خان ورته وويل چې ښځه په پخلنځي او کور کې ښه ښکاري.

د انیسې شهيد په خبره چې وروسته دوی د راشد خان د مرکې څخه دا ټکی پاک کړ ددې لپاره چې راشد خان تازه تازه په مشهورېدو و او موږ نه غوښتل چې دا ورته منفي نتيجه رامنځته کړي‌.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *