د شکر د ناروغۍ دری‌ (۳) ترټولو عامې نښې نښانې

شکر يا‌ دیابېت يوه عامه ناروغي مطلب ډېر زيات خلک ورباندې اخته کېږي، کله چې دا ناروغي کنټرول شي نو ځان نو بدن ته یې زيان د درک وړ وي مګر که چېرې کنټرول نشي نو بيا یې تخريب دومره زياتېږي چې د بدن ډېرو مهمو غړو لکه پښتورګو، مثانې، رګونو او ان زړه هم زیان ويني په ځانګړي ډول پښتورګي شديد ځپل کېږي چې دا بيا مستقيم د وینې د فشار سره تړاو لري.

د شکر د ناروغۍ څو ښکاره نښې نښانې
کوم کسان چې د شکر په ناروغۍ اخته شي نو خپله اشتها نشي کنټرول کولای د نورمال څخه ډېره زياته ډوډۍ خوري خو بيا هم فکر کوي چې اوس هم وږي دي او بايد يو څه نوره ډوډۍ او خواړه وخوري.

د يادې ناروغۍ يوه بله بنسټيزه نښه داده چې په پښتورګو او مثانه شديد تاثير کوي او په شکر ناروغۍ اخته شوی کس ډېر ژر ژر متيازو لپاره تشناب ته ځي. شکر ناروغي ترټولو لويه او زيانمنونکې ضربه پښتورګو ته ورکوي چې وروسته د پښتورګو د خرابۍ د بدن نور مهم غړي هم د مشکلاتو سره مخ کېږي.

په دې ناروغۍ کې دريمه ترټولو عامه نښه د خولې بوی دی. کوم کس چې په دې ناروغۍ اخته شي د خولې بوی یې زیاتېږي، خوله یې وچه وي او په دې سلسله کې ډېر زيات تږي کېږي له حده زیاتې اوبه څښي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *