د شپې له لوري ښځو ته دغه دوه خبرې په هېڅ صورت مکوی

د شپې له لوري ښځو ته دغه دوه خبرې په هېڅ صورت مکوی

ښځينه په خبرو باندې ډېر ژر متاثره کیږی کېدی شي په نارینه و ځينې خبرې دومره تاثير ونکړي او په کيسه کې يې نشي خو د ښځو په هکله بيا خبره بل ډول ده.

په ځانګړي ډول کله چې دغه خبره د خپل خاوند له لوري وي نو خاوند بايد خپلو خبرو ته متوجه اوسي ځکه چې ډېر وخت د ژبې زخم په اسانۍ سره نه رغېږي

د شپې چې کله خاوند راشي نو هېڅکله بايد د خپلې مېرمنې سره حساب کتاب ونکړي، هغه باندې سمدلاسه امرونه پيل نکړي، د بیرون غوسه بايد په کور کې سړه نکړي بلکې بايد درک کړي چې ښځه یې په کور کې ټوله ورځ یوازې وه او دې ته په تمه وه چې خاوند یې راسي نو بايد خاوند ورسره ډېره په خوښۍ شپه پيل کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *