د شپې د ۱ او ۴ بجو ترمنځ ويښېدل د ځيګر د ناروغۍ په هکله خبرداری ورکوي او

ايا د‌ شپې د يو بجې او څلور بجو ترمنځ ويښېږی؟ ډاکټران دا ډول ويښېدل د روغتيا لپاره د ځینې اندېښمنوونکو خبرونو اشاره بولي. د شپې د ۱ او ۴ ترمنځ ناڅاپه را ويښېدل د ځيګر د ناروغۍ په هکله جدي نښې نښانې وړاندې کوي.

ډاکتران وايي د ځيګر د غوړېدو او التهابي کېدو په صورت کې د ۶۰ نيولې تر ۸۰ سلنه پورې کسان د خوب د ستونزو سره مخ کېږي، په ځانګړي ډول د انسان ځيګر د شپې د ۱-۴ بجو ترمنځ د انسان د بدن څخه زهري يا غيرې ضروري مواد تصفیه کوي.

کوم کسان چې د ځيګر ناروغي لري نو د شپې د ۱-۴ بجو ترمنځ ددوی ځيګر د خپلې دندې د ترسره کولو په مهال پاتې راځي په سم ډول نشي کولای د بدن څخه زهري مواد تصفیه کړي له همدې کبله بدن مجبوره کېږي چې ډېره انرژي پکار واچوي او پدې شکل د عصبي سيستم د راويښولو او بېدارېدو سبب کېږي او انسان د خوبه را ويښېږي.

روغتیا پالان وايي د بې خوبۍ د مشکل يوازينی علت د ځيګر ناروغي نه ده، بعضی کسان کېدی سي نورې ستونزې هم ولري خو یوه ستونزه د ځيګر ناروغي ده خصوصا که څوک د شپې د ۱-۴ ترمنځ په پرلپسې ډول راويښيږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *