د شيدو د څښلو لپاره ترټولو بدترين او غیرې مناسب وخت -

د شيدو د څښلو لپاره ترټولو بدترين او غیرې مناسب وخت

شيدې يو له ترټولو قوي او سالمو غذايي موادو څخه دي، د ټول عمر کسان کولی‌ شي شيدې وڅښي او کافي انرژي او لازم مواد ورڅخه ترلاسه کړي. په شيدو کې بېلابېل داسې مواد شتون لري چې له کبله یې ورته کامل او بشپړ خواړه ويلی شو.

عموماً د سهار له لوري شيدې څښل ښه انتخاب دی، ځکه بدن په ښه ډول فعالوي او د ټولې ورځې لپاره یې با انرژي ساتي. همدارنګه شيدې داسې څښل کېدونکي شی دي چې لږ غوړ لري او د بدن د اړتیا وړ کلسیم پوره کولو کې هم مهمه ونډه اخلي، په شيدو کې قوي پروټين شتون لري چې په ځانګړي ډول د هغه کسانو لپاره چې غواړي خپلو عضلاتو ته وده ورکړي زيات مهم دي.

ډېر خلک شيدې د شپې له لوري څښي، د شپې له طرفه د شيدو څښل د ښه خوب لپاره ګټه لري او سړی کولی شي ډېر ښه استراحت وکړي. د شپې له خوا د شيدو څښل په منظم ډول ترسره شي نو د بدن وزن هم په مناسب اوسط کې ساتي او مضره چربي هم په بدن کې کمېږي. د شپې له لوري د شيدو څښل د عمر په تېرېدو سره د بدن د هډوکو د ضعيف کېدو پروسه ورو کوي او تر ډېره عمره پورې د انسان هډوکي روغ او غښتلي پاتې کېږي.

او ددې لیکنې وروستۍ خبره دا چې د شيدو څښلو لپاره ترټولو غیرې مناسب وخت چې کوم دی هغه د غرمې مهال دی، د غرمې په مهال د شيدو څښل هم اشتها خرابوي او هم په بدن کې د اوسپنه لرونکو موادو مخنیوی کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *