د شونډو د وچېدو پینځه لاملونه چې بايد جدي یې ونيسئ

د شونډو وچېدل یوه له عامو روغتيايي ستونزو څخه ده چې ځينې وخت دومره ځورونکې شي چې له کبله یې نشو کولای سمې خبرې وکړو او یا خواړه وخورو. ډېر وخت په بدن کې د‌‌ مايعاتو کمېدل ددې سبب کېږي چې شونډې وچې شي خو ځينې نور مهم عوامل هم لري.

د شونډو د وچېدو ځينې نور عوامل د هوا وچېدل، په ژمي کې د هوا ډېر سړېدل، په بدن کې د ويټامين بي کمېدل، په وجود کې د اوسپنې کمېدل او داسې نور.

ددې مشکل د‌ حل کېدو لپاره يوه اسانه لاره په پرېمانه کچه د اوبو او مايعاتو څښل دي. په دې اړوند دوهمه چاره د ځینې طبعي غوړو يا په عامه ژبه تېلو څخه استفاده کول دي د زيتون غوړي يا هم د نارګيل غوړي کارولای شی. په دې حالت کې د ويټامين بي څخه بډايه مېوې خوړل ګټور تمامېدلی شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *