د شهو.ت د کنټرول لپاره څلور سالمې او اسانه لارې -

د شهو.ت د کنټرول لپاره څلور سالمې او اسانه لارې

د شهو. ت د کنټرول لپاره لومړی ګټور کار چې تاسې یې کولی شئ خپل خالي وخت ډکول دي، که کوم کار نلری د ځان لپاره يو پروګرام جوړ کړی يو هدف وټاکی، د مثال په ډول کولی شی څو کتابونه هدف وټاکی چې دا به په یوه میاشت کې لولئ، همداسې که کار لری او باقی خالي وخت په لاس درځي نو پدې وخت کې خامخا ځان په يو سالم څيز مصروف کړی کولی شی مطالعه وکړی، سپورت وکړی، عبادت وکړی.

هڅه وکړئ يوازې پاتې نشی، تل په داسې يوه اطاق کې ويده شی چې هلته بل څوک هم ويده کېژي، د ورځې د نورو سره يو کېنئ، په يوازې کوټه کې مه کېنئ.

په اونۍ کې يوه ورځ روژه ونیسی، دا به د یوه لوري ستاسې لپاره د اخرت توښه شي ستاسې ايمان او دیني عقيده به غښتلې کړي د بل لوري به ستاسی د بدن په انرژۍ کې تعادل رامنځته شي او ورسره به مو د خپل بدن د روغتیا لپاره هم یو ګټور کار کړی وي.

کله چې درباندې جن. سي خيالونو حمله کوله سمدلاسه داسې ځای ته ولاړ شی چې هلته نور انسانان وي، د خپلو ملګرو خواته ولاړ شي د خپل مور او پلار په کورنۍ کې د نورو سره د ناستي په کوټه کې کېنئ خپل يو ملګري ته زنګ وکړی په چکر ووځئ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *