د شنه چای دوه په زړه پورې نوې ګټې وپېژندل شوې لومړی ګټه يې -

د شنه چای دوه په زړه پورې نوې ګټې وپېژندل شوې لومړی ګټه يې

شين چای په افغان ټولنه کې يو ترټولو عام څښل کېدونکی مشروب دی. عموماً چای په آسیايي هېوادونو کې زيات څښل کېږي په ځينو کې شين او په ځينو کې بيا تور چای څښل کېژي، په غربي هېوادونو کې بيا د چايو ځاي قهوې نيولی دی. مګر تازه څېړنې ښيي چې چای په څښل کېدونکو شیانو ترټولو غوره دی.

تازه طبي څېړنې دا ښيي چې شين چای په يوازې ځان سره څښل په بدن کې د کولېسټرولو او نورو مضرو غوړو کچه په شدت سره را کموي او د زړه او رګونو د ناروغيو د زړه د حملې د مغز د سکتې په مخنیوي کې مهم رول لوبوي.

په نوترېشن جورنال کې خپره شوې څېړنه وايي چې شین چای د زړه او مغزو د روغتيا لپاره لکه يو درمل دومره ښه تاثیر لري، په ځانګړي ډول د مغزو په ښه کار کولو کې هم مرسته کوي. په ورځ کې يو ځل شين چاي څښل کافي بلل شوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *