د شنازو پيازو څلور معجزوي ګټې، واده کړي نارينه صرف

شنه پیاز د انسان په بدن کې د معافیت د زیاتوالي ترڅنګ اضافي غوړ یا وازدګه له منځه وړي او انسان له ډېرو ناروغیو هم ژغوري. شنه پیاز په وینه کې مضر کولیسټرول کموي او په دې ډول زړه روغ ساتي. شنه پیاز په زیاته اندازه ویټامین (بي۱) لري، چې په بدن کې اضافي غوړ یا وازدګه کموي، په دې توګه کولای شي خپل وزن کم کړو.

د شنه پیاز غذایي اهمیت:

شنه پیاز معمولاً په سلاد او پخلي کې کارول کېږي. په ۱۰۰ ګرامه شنه پیازو کې کمه کالوري لري او په فایبر، پروټین، کاربوهایډریټ، غوړ، ویټامین ای او سي، پوټاشیم، کلسیم او اوسپنه بډایه دي.

د یوې نوې طبي څېړنې له مخې، شنه پیاز د انسان د سالم ساتلو لپاره ډېر ګټور وي. په دې موجود ویټامین سي د بدن معافیت زیاتوي، د دې تر څنګ په کرومیم هم بډایه دي چې په وینه کې د شکرې اندازه کنټرولوي او د التهاب او انفیکشن په وړاندې هم ګټور وي.

د شنه پیاز روغتیایي ګټې

شنه پیاز د هډوکو روغتیا ساتي:

درې د منځنۍ کچې شنه پیاز وخورئ او د ورځني اړتیا ویټامین کی به ترلاسه کړئ. دا ویټامین د وینې او هډوکو روغتیا لپاره مهم وي او د اوستیوپوروسس خطر کموي.

شنه پیاز د معافیت سیسټم پیاوړی کوي:

شنه پیاز ویټامین سي لري چې د معافیت سیسټم په پیاوړتیا کې مرسته کوي او په بدن کې د ناروغیو او انتاناتو د خپریدو مخه نیسي.

شنه پیاز د زړه روغتیا ساتي:

شنه پیاز د زړه د ناروغیو زیاتره خطرناک عوامل لکه کولیسټرول، خراب کولیسټرول او ټرای ګلیسریډونه د پام وړ کم کړي، چې په دې ډول د زړه روغتیا ښه ساتي.

شنه پیاز د سرطاني حجرو د ودې مخه نیسي:

۱- د شنه پیاز یوه له مهمو ګټو څخه دا ده چې د سرطاني حجرو د ودې مخه نیسي.
۲- د څیړنې پایلې ښیي چې د سکالین استخراج د تومور وده ورو کوي او انفیکشن کموي.
۳- د شنو پیازو زیات استعمال د پروستات د سرطان خطر تر ۳۰ سلنه کموي.
۴ـ شنه پیاز د ایلیسین په نوم مرکب لري چې د سرطان په وړاندې مبارزه کې مهم رول لوبوي.
۶ـ شنه پیاز د وزن په کمولو کې مرسته کوي

شنه پیاز د هاضمې ستونزې کموي:

۱- جوش شوي شنه پیاز د هاضمې او کولمو ستونزې کموي.
۲- د ادرارو له لارې په بدن کې راټول شوي زهر لرې کوي.
۳- دا په فایبر او پروبیوټکو بډایه خواړه دي، چې په ښه هضم کې مهم رول لوبوي.
۴- په زیاته اندازه فایبر لري چې د قضبیت مخنیوی کوي.

شنه پیاز طبیعی التهاب ضد سبزي ده:

۱- شنه پیاز طبیعي التهاب ضد خاصیت، چې په بدن کې د التهاب مخه نیسي.
۲- دا په بدن کې د التهاب د راټولیدو مخه نیسي.
۳- دا په اسانۍ سره د التهابي ورم په لرې کولو کې مرسته کوي، چې په بدن کې د یوریک اسید له امله په هډوکو او عضلاتو کې راټولیږي.

شنه پیاز د ساه لنډۍ د حملې مخه نیسي:
۱- شنه پیاز هم د ساه لنډۍ د حملې په وړاندې طبیعي درملنه ده. دا په سږو کې د التهاب په پاکولو کې مرسته کوي.
۲- دا یوه غوره سبزي دی، چې د ناروغۍ پرمهال د ستوني پاکولو کې مرسته کوي.
۳- دا د ستوني حجرې پاکوي او د سرطان خطر کموي.

د شنه پیاز په اړه مهم حقایق:
۱- دا د سلاد په ډول کارول کېږي او پخلي کې هم کارول کېږي.
۲- له پیړیو راهیسې په ختیځ کې د بدیلو درملو په توګه هم کارول کیږي.
۳- په هر موسم او هره میاشت کې کرل کېږي.
۴- دا په اوړي کې له ۸-۱۰ اونیو او په ژمي کې ۱۲-۱۴ اونیو کې پخیږي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *