د شا په تخته ويده کېدو څلور داسې ګټې چې ډېر خلک ورباندې نه پوهېږی

هرڅوک د ويده کېدو یو متفاوت شکل لري ځينې کسان په څنګ ځينې بيا همداسې شا په تخته څملي، په دې حال کې نن ورځ دا مشخص شوي دي چې شا په تخته ويده کېدل خپلې ځانګړې ګټې لري.

شا په تخته ويده کېدل ددې سبب کېږي چې د ملا په تير باندې فشار کم شي، له همدې کبله په دې شکل ويده کېدل د ملا او د ورمېږ او غاړې درد هم کموي. يو مناسب بالښت انتخاب کړی خپل دواړه لاسونه په دواړؤ طرفونو کې کېږدی او پدې شکل ويده شی ډاډه اوسئ چې که د ملا درد لری نو ددې مشکل څخه به خلاص شی.

په څنګ ويده کېدو مو د خېټې عضلات تر فشار لاندې راځي او ښه تنفس نشی کولای، مګر که چېرې شا په تخته ويده شي نو ډېر راحت تنفس کولی شی، هغه تنفس چې ژور وي او د نس عضلات پکې برخه ولري بدن ته نورې هم زیاتې ګټې لري.

ددې ترڅنګ شا په تخته ويده کېدل ددې سبب کېږي چې يو کس پور ژور خوب وکړي سهار پخپل وخت بيدار شي ، څیړنې ښيي چې شا په تخته ويده کېدل ان د سر د درد مخنیوی هم کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *