د شاتنیو رګونو د تنګېدو (بندېدو) دوه عامې نښې او حل لارې
د انسان د شاه د لاندينۍ برخې رګونه يو له هغو رګونو څخه دي چې ډېر ژر پلاک نيسي، پلاک د غوړو يوه بله طبقه جوړېدل دي چې د رګونو دننه رامنځته کېږي او رګونه ورسره تنګېږي.
کله چې دا رګونه تنګ شي د وینې جريان د ملا تير ته کمېږي او پدې صورت انسان په ملا ورو ورو درد حس کوي، کله چې دا جريان ډېر زيات کم شي نو د ملا د تیر ډيسکونه شديد درد پيدا کوي او پدې صورت کې بدن ته نور مشکلات هم پيدا کېږي.
په رګونو کې پلاک د وینې د لوړ فشار، د زياتو غوړو خوراکونو د خوړلو، د حرکت نه کولو له کبله رامنځته کېږي، ددې مشکل د حل کولو لپاره د ورځې لږ تر لږه نيم ساعت سپورټ کول، مېوه او سبزي زيات خوړل د غوړو خوړو کمول دي.