د سپورټ اتله ځانته مېړه ګوري، د مياشتې پینځه زره ډالر ورکوي خو باید دېرش کاله

د اندرېيا په نامه مېرمن چې ۵۳ کاله عمر لري د انټرنټ په نړۍ کې د ستر شهرت څخه برخمنه ده، ددې د شهرت سبب سپورټ او ځوان پاتې کېدل دي. دا چې ۵۳ کاله عمر لري په منظم ډول سپورت کوي او ډېر ځوان او غښتلی بدن لري.

نوموړې اوس یو اعلان ورکړی دی چې غواړي د ځان لپاره يو شخصي نېږدې ملګری پيدا کړي. وايي دا ملګری به یې ددې سره يو ځای ژوند کوي او ددې د فعاليتونو په جریان کې ورسره همکاري کوي او ددې غوندې سپورټ به کوي.

دا وايي دا ځوان کس بايد دېرش کاله عمر ولري او لدې څخه یې عمر لوړ نه وي، وايي ښه بدن بايد ولري او د سپورت سره بايد علاقه ولري او ددې سره بايد په ټولو سپورټي فعاليتونو کې برخه واخلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *