د سينې تنګېدل او درد پرته د زړه د ناروغۍ د نورو کومو ناروغيو نښه ده؟

ډېر خلک د سينې په قفس کې درد د زړه د کوم مشکل او ناروغۍ نښه ګڼي، خو ځينې وخت کېدی شي دا ګومان سم وي او ځينې ناسم، عموماً د دقیق تشخيص لپاره لا زیاتو معلوماتو او معایناتو ته اړتیا وي.

په سينه کې درد يوازې د زړه د ناروغۍ د‌زړه د حملې نښه نه وي بلکې په سينه کې درد د ځینې نورو روغتيايي مشکلاتو نښه هم کېدی شي.

د کولمو ځینې پرلپسې مشکل، د معدې د تېزابو زياتېدل رېفلو، ژوره ورخطايي او تل اندېښمن اوسیدل هم کېدی شي د سينې د قفس د يو ډول تنګېدو او درد سبب شي، د سينې هر درد د زړه درد نه دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *