د سویډن صدراعظم د قرآن کريم سوځول وغندل، وايي قرآن کريم د

د سویډن صدراعظم په دغه هېواد کې د قرآن کريم سوځول غندلي دي او دا يې نهايي لويه بې احترامي بللې ده، اولف په يوه وينا کې ويلي دي چې دوی په سویډن کې د بيان هر ډول آزادي د تشویق او آفرين وړ نه بولي.

هغه ويلي چې په سويډن کې د بيان ازادي په ټوله مانا حاکمه ده مګر دا ازادي چې د ميلياردونو مسلمانانو د احترام وړ مسايلو کې کېږي د سويډن د حکومت له لوري د آفرين وړ نه ګڼل کېږي.

په سويډن کې د پاولډان په نامه یوه افراطي سياستوال د قرآن کريم سپکاوی وکړ او د مسلمانانو دا ستر کتاب کې د ترکیې د سفارت په مخکې وسوځاوه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *