د‌‌ سويډن وروسته په یوه بل هېواد کې هم قرآن کريم ته اور ورته شو

په داسې حال کې چې مسلمانان او په نړۍ کې نور ډېری انسانان چې عقایدو ته د درناوي پلوي دي په سویډن کې د قرآن کريم سوځول غندي په همدې حال کې په يوه بل هېواد کې هم د قرآن کريم سپکاوی وشو.

دا ځل د قرآن کريم د سپکاوي ادرس هالنډ و، د اډوين په نامه یوه هالنډي سياستوال د‌هالنډ په يوه ډيپلوماټيکه سيمه کې لومړی قرآن کريم څيرې کړ او بيا تر خپلو پښو لاندې کړ او ورباندې ودرېده او وروسته يې پسې اور ورته کړ.

په نړۍ کې که څه هم مسلمانان د سويډن او هالنډ دغه ډول کار غندي چې ددوي عقایدو ته سپکاوي ته د بيان ازادي وايي خو دا چې دا هیوادونه پخپل غريب او فقر احتیاج هېوادونه دي نو په لاس کې داسې عملي څه نلري چې په سويډن او هالنډ فشار وارد کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *