د سوریې ولسمشر د اردوغان د ملاقات د غوښتنې د منلو لپاره دوه شرطونه وړاندې کړل

د سوريې ولسمشر بشارالاسد د رجب طيب اردوغان د اړيکو د عادي کولو غوښتنه رد کړې ده، د ترکيې ولسمشر رجب طیب اردوغان څه موده کېږي د سوریې د حکومت سره د اړيکو جوړو خبره کوي خو د سوریې حکومت د اړيکو د جوړولو لپاره ځینې شرطونه وړاندې کړي دي.

بشارالاسد پرون واضح کړه چې ترڅو پورې ترکیه د سوریې څخه خپل ټول پوځيان ونه باسي او په سوريه کې د تروریستي ډلو له ملاتړ لاس وانخلي نو د سوریې حکومت به د ترکیې سره اړیکې عادي نه کړي.

ترکيه په سوريه کې نظامي ځواکونه لري او د سوریې د حکومت د مخالفانو د ملاتړ اوږده سابقه لري ، په ترکیه کې د سوریي کډوالو زياتېدو‌ د اردوغان د حکومت په وړاندې د خلکو غوسه زياته کړې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *