د سوداګرۍ د خونې مرستیال: چينايان پانګونه نکوي، تنګول کوي، راشي ښه ملاقاتونه وکړي او بيا -

د سوداګرۍ د خونې مرستیال: چينايان پانګونه نکوي، تنګول کوي، راشي ښه ملاقاتونه وکړي او بيا

په افغانستان کې اقتصادي ستونزې په ډېره لوړه درجه کې دي، په هېواد کې يوې بنسټیزې پانګونې ته اړتيا ليدل کېږي خو په افغانستان کې د واکمنې ډلې او نړیوالو ترمنځ خرابې اړيکې ددې سبب شوې دي چې په افغانستان کې هیڅوک پانګونې ته زړه ښه نه کړي.

د چین څخه تر ‌ډېره دا تمه کېده چې دوی به په افغانستان کې پانګونه وکړي خو اوس داسې ښکاري چې په واقعيت کې چين هم په بل څه پسې روان دی.

د سوداګرۍ او صنایعو د خونې مرستیال خان جان الکوزي وايي چې چين هسې تنګول کوي، راشي افغانستان ښه کرم ملاقاتونه، بحثونه او تحقیقات وکړي بيا ورک شي نو د پانګونې درک لګېږي نه د کوم بل عملي اقتصادي ګام.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *