د سهارنۍ نه کول د دغو دریو خطرناکو ناروغيو سبب کېږي لومړۍ یې د سر د وېښتانو -

د سهارنۍ نه کول د دغو دریو خطرناکو ناروغيو سبب کېږي لومړۍ یې د سر د وېښتانو

ځينې خلک د بېلابېلو سببونو له کبله سهارنۍ نه کوي خو ددې کار خطرونه ته سم نه دي متوجې او يا هم نه دي ورباندې خبر. د تازه ترسره شويو څېړنو په بنسټ په پرلپسې ډول سهارنۍ نه کول څلور داسې زيانونه لري چې بيا یې تلافي کول له ګران څخه هم ګران کار دی.

د وروستیو څېړنو په بنسټ سهارنۍ کول ددې سبب کېږي چې يو کس د وینې د لوړ فشار سره مخ شي او په دې ډول یې د زړه او رګونو روغتيا له ګواښ سره مخ شي پوهان وايي سهارنۍ نکول د خپل زړه سره په لوی لاس دښمني ده.

پوهان وايي د سهارنۍ نه کول د وېښتانو د تویېدو سبب هم کېږي ځکه چې سهارنۍ کول د ورځې بنسټيزه غذا ده چې د وېښتانو بنسټيز فوليکولونه قوي کوي ددې لپاره چې یو کس ښه قوي وېښتان ولري پکار ده د سهار له لوري د قوي پروټينو څخه بډايه سهارنۍ وکړي.

سهار پاڅېدو سره د انسان بدن اته لس ساعته ارام کړی وي خو خوراکي توکي یې هم خلاص شوي وي او بدن کاملا جدي اړتیا لري چې څه ترلاسه کړي مګر کوم کسان چې سهارنۍ نکوي او همغه خالي او خوار بدن سره کار پيلوي د خپل بدن ميتابوليزم، د هاضمې سيستم د لوی خطر سره مخ کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *