د سنت کېدو تښتیدلی ماشوم ۲۵ کاله وروسته خپل کورته راغی خو دا ځل ورسره

د اندونيزيا په کلاتېن ايالت کې هغه ماشوم او مور( کورنۍ ) بيا سره یو ځای شول چې د سنت کېدو څخه د ځان خلاصولو لپاره پینځه ويشت کاله مخکې له کوره تښتېدلی و.

په دې سيمه کې يو کس چې ۱۳ کلن و د خپل کور څخه ځکه وتښتېده چې کورنۍ يې غوښتل دی نور سنت کړي، نن بيا ۲۵ کاله وروسته دغه کس بېرته د خپلې کورنۍ سره يو ځاي شو.

د‌ ځايي رسنيو د راپورونو په وينا دغه کس خپل دومره عمر په لارو کوڅو کې تېر کړی دی، ويل شوي دي چې فزيکي روغتيايي حالت یې ښه دی خو داسې ښکاري چې په ذهني ډول دا کس ځینې مشکلات لري.

 

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *