د سعودي هوايي شرکت ټيکټ رانيونکو ته ویزه هم ورکوي، پدې ویزه باندې

د سعودي عربستان هوايي شرکت اعلان وکړ چې له دې وروسته به ددې هوايي شرکت ټکټ لرونکي کسان وکولای شي چې د سعودي عربستان څلور ورځني سياحتي ويزه هم ترلاسه کړي.

ددغه هېواد دې ملي هوايي شرکت ويلي دي چې کوم کسان چې ددوی څخه ټکټ واخلي نو دوی به دا انتخاب هم ولري چې د سعودي عربستان د سياحتی ویزې درخواست ورکړي.

په دغه څلور ورځنۍ ویزه يو کس په سعودي عربستان کې د چکر او سيل ترڅنګ کولی شي چې عمره او حج هم ادا کړي، تر دې وړاندې دا سيستم د عربي متحده اماراتو شرکتونو هم پلی کړي و چې ښې پایلې یې درلودې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *