د سر د وېښتانو د مینځلو په مهال دا يوه غلطي ټول وېښتان سپینوي

۱ ـ ارثي خواص يا جنيټيک: جنيټيک د وېښتانو د سپينېدو تر ګردو لوی عامل دی، که مو په کم عمر کې وېښتان سپين شوي وي امکان شته چې دا مثاله ارثي وي، يانې ستاسې د پلار يا نيکه ويښتان به هم په کم عمر کې سپين شوي ول، جنيټيک هغه عامل دی چې نشو کولای تغير يې کړو، البته کولای شئ چې وېښتانو ته رنګ ورکړئ.

۲ ـ ژور خپګان: زيات او دوامدار خپګان د وېښتانو د سپينېدل لامل کیږي، خپګان د ويښتانو فوليکولونه کمزوري کوي، که مو وېښتان ورځ په ورځ سپينيږي نو غټ لامل يې خپګان کېدای شي.

۳ ـ د تروييد اختلال: هورموني تغيرات چې د عامل يې د تروييد اختلال بلل کيږي لامل کيږي چې وېښتان مو سپين کړي، تروييد يوه غده چې د ستوني په مخکنۍ برخه کې قرار لري، دا غده د بدن زيات فعاليت لکه مصرف او د مصرفي موادو تنظيم پر غاړه لري، که تروييد غده تر اندازه زياته فعال يا تر حد لږ فعال وي د وېښتانو د سپينېدو لامل کيږي.

۴ ـ د B12 ويټامين کمبود: په کم عمر کې د وېښتانو د سپينېدو بل لامل په بدن کې د B12 ويټامين کمبود دی، دغه ويټامين د بدن په سلامتيا کې مهم رول لري.

د دغه ويټامين کمبود د (Pernicious anemia) پرنيسيوز په نوم د کم خوني لامل کيږي، دغه ډول د وينې کمښت لامل کيږي چې بدن په ښه ډول ويټامين جذب نه کړي، چې دا مساله لامل کيږي اکسجن د بدن مختلفو برخو ته سم و نه رسيږي، چې په پايله د وېښتانو سلولونه کمزوري کيږي او وېښتان په سپينېدو پيل کوي.

۵ ـ سيګر-يټ څښول: سيګر-ېټ څښول د وېښتانو په سپينېدو کې مهم رول لري، يوې څېړنې په ډاګه کړې چې سيګر-ېټ په تېره تر ۳۰ کلنۍ په کم عمر کې وېښتان سپينوي او د زړه ناروغۍ رامنځته کوي.

سيګر-يټ مو رګونه تنګوي او د وينې جريان له مشکل سره مخ کوي، دا مشکل د وېښتانو د فوليکولو د کمزوتيا باعث کيږي، چې کېدای وېښتان مو يا سپين شي او يا هم تويي شي.

۶ ـ د وېښتانو مخصوص تېل نه کارول: د وېښتانو او پوست د ښکلا يو مهم راز د مفيدو تېلو کارول دي، که لازم او ګټور تېل وکاروئ، وېښتان مو پرې غوړ کړئ او سر ته ماساژ ورکړئ د سر پوستکی له وچېدو ژغورل کيږي، التهاب او بخار يې له منځه ځي او وېښتانو ته ګټه کوي.

۷ ـ لمر ته زيات ګرځېدل: هغه کسان چې زيات لمر ته ګرځي کېدای شي وېښتان يې په کم عمر کې سپين شي، ماورا بنفش وړانګې نه يوازې د وېښتانو د سپينېدو باعث کيږي بلکې پوست هم خرابوي، لمر ته زيات ګرځېدل د وېښتانو او پوست د وچېدو لامل کيږي او رطبوبت يې له منځه وړي. که چاره نه لرئ ښه ده چې داسې يوه خولۍ چې سوری يې زيات وي او يا چترۍ وکاروئ تر څو د لمر له مضرو وړانګو په امن پاتې شئ.

۸ ـ بې کيفيته سينګار توکي:  اکثره کسان وېښتانو ته بېلابېل رنګونه ورکوي، خو دېته نه ګوري چې دا کار يې د وېښتانو د سپينېدو لامل کېدای شي، په بې کيفيته توکو کې شميايي مواد زيات وي چې وېښتان کمزوري کوي او تر تويېدو علاوه يې سپينوي هم.

۹ ـ ناسم خوراکي ريژيم: څه چې خورو په مستقيم ډول زموږ په روغتيا تاثير لري، که بدن لازم مغذي او معدني مواد جذب نه کړي دفاعي سېسټم يې کمزوری کيږي، چې دا مساله د نورو مشکلاتو سره سره د وېښتانو د سپينېدو باعث هم کيږي، اړينه ده هغه خوړو ته اوليت ورکړل شي چې، زيات ويټامينونه، معدني او مغذي مواد، پروتين او نور عناصر ولري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *