د سريلانکا ټاپ لوبغاړي راجاپکسا د افغانستان په وړاندې له لوبې انکار وکړ وايي افغان ټیم

د افغانستان د کرکټ ملي ټيم په سريلانکا کې دی ترڅو ددې هېواد له ملي ټیم سره دری یو ورځنۍ لوبې ترسره کړي، لومړی لوبه به نن ددواړو هېوادونو ترمنځ ترسره شي او يوه ورځ په وقفه سره به ټولې دری لوبې ترسره کېږي.

سريلانکا د افغانستان د ټیم په وړاندې خپل سکواډ ډېر په ځنډ اعلان کړ او يوه ورځ پاتې وه چې دوی پخپلو کې نتيجې ته سره ورسیدل او د افغانستان په وړاندې یې خپل سکواډ اعلان کړ.

په دغه سکواډ کې د سريلانکا غښتلی لوبغاړی راجاپکسا نه ليدل کېده چې د ډېرو ورته سودا شوه چې څنګه نوموړی د افغانستان په وړاندې پخپل ټیم کې ځای نلري حال دا چې دا ډېرې مهمې لوبې دي.

تازه ددغه اندیښن د رفعه کولو لپاره پخپله راجاپکسا وضاحت ورکړ، نوموړي پخپل دغه وضاحت کې ويلي دي چې د افغانستان په وړاندې ځکه نه لوبه نکوم چې اوس مهال غواړم په ذهني او فزيکي ډول لږ ارامښت او استراحت وکړم.

دی زیاتوي چې څو میاشتې کېږي له خپلې کورنۍ څخه لرې دی او دې په ذهني ډول خراب کړی دی. د سريلانکا د کرکټ‌ بورډ څخه یې مننه کړې چې پدې پرېکړه کې یې دده ملاتړ کړی دی‌او‌ ويلي یې دي چې خپل ټيم ته ښه چانس غواړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *