د سختۍ په حالت کې ښځه د خاوند څخه دغه یوه تمه لري خو خاوند يې نشي درک کولای

د ګډ ژوند د ښه والي لپاره پکار ده چې ښځه او خاوند د یو بل په طبعيت پوه وي، نارينه بايد د ښځې د طبعيت او مزاج په هکله يو څه معلومات ولري او ښځه بايد د نارينه د مزاج خوی او خصلت په هکله د یو څه معلوماتو څښتنه وي.

ښځې عموماً د نارينه و په نسبت يو څه زیات توقعات لري، د ځينې مسايلو د درک طرز ورسره بدل وي، د مثال په ډول ډېری مېرمنې نه غواړي خپل خاوند ته هرڅه چې غواړي بيان کړي بلکې غواړي خاوند یې همداسې په دوی باندې پوه شي.

عموماً په سختۍ کې ښځه غواړي چې خاوند یې دا درک کړي او پوه شي چې مېرمن یې په سختۍ کې ده يا خفه ده او په دې ډول پرته له دې چې دا ورته ووايي هغه ته ډاډ ورکړي او داسې حس خپلې ښځې ته ورکړي چې د هغه تر شا یو قوی خاوند شته دی چې دا کولی شي په سخته او اسانه کې تکيه ورباندې وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *