د سترګو د موښلو له دې سختو زيانونه خبر شئ

د سترګو موښل یا مږل په ظاهره یو عام او بې ضرره عادت ښکاري او په دې ډول د سټریا احساس کمېږي؛ خو ایا پوهېږئ چې دا عادت مو د سترګو لپاره زیانمن ثابتېدای شي؟ په ځانګړې توګه که تاسې خپلې سترګې په ډېر سخت یا ډېر ځله د مږلو عادی لرئ.

د دې عادت ځینې زیانونه په لاندې ډول دي:

په قرنیه کې زخم:

د امریکا د کلیولینډ کلینیک په وینا، د سترګو مږل د قرنیه په برخه کې د زخمونو لامل کیږي، چې د سترګو جدي ستونزې پیدا کوي.

د سترګو د انفیکشن خطر ډېرېږي:

د سترګو انتان هغه وخت پیښېږي کله چې میکروبونه د لاسونو څخه سترګو ته ولیږدول شي یا د کوم لامل له امله د سترګو د اغېرمن کېدو سبب شي.

ګونځي:

د روغتیایي کارپوهانو په وینا، د سترګو مږل د سترګو شاوخوا د پوستکي ضخامت زیاتوي او په پایله کې د پوستکي د ګونځي کېدو لامل کېږي.

کیمیاوي غبرګون:

که سترګې مو د حساسیت له امله خارښت لري، نو د مږلو سره یو ډول کیمیاوي غبرګون رامنځته کېږي چې د هسټامین په نوم یادیږي. که څه هم دا لنډمهاله آرام ورکوي خو وروسته د حساسیت شدت لا پسې زیاتېږي.

تورې حلقې:

د دې عادت په پایله کې هغه هورمون چې د سترګو د شاوخوا پوستکي رنګ ساتي په ډېره اندازه تولیدېږي او په پایله کې یې تورې حلقې پیدا کېږي.

د موتیا شدت ممکن نور هم زیات کړي:

کله چې تاسې د سترګو تورې مایع په داخلي حجرو باندې فشار زیات کړئ نو د موتیا خطر زیاتوي. که چیرې کوم څوک د موتیا په ناروغۍ اخته وي نو د ناروغۍ شدت یې لا پسې خرابیږي.

د سترګو سورخي:

د کارپوهانو په وینا، د دې عادت په پایله کې د سترګو سوروالی زیاتیږي او داسې ښکاري لکه تاسې چې ستړیا لرئ.

د سترګو شاوخوا خارښت:

د سترګو په مږلو سره د سترګو شاوخوا خارښت پیدا کیږي چې ډېر ځورونکی وي.

عینکو ته اړتیا:

د کارپوهانو په وینا، د سترګو مږل د قرنیې په جوړښت اغیزه کوي او نظر کمزوری کوي، چې له امله یې د عینکو کارول اړین دي.

د رڼا بدې اغېزې:

روغتیایي پوهانو ویلي چې په پرلپسې ډول د سترګو په مږلو سره د وینې د رګونو فعالیتونه متاثره کیږي چې له امله یې روښاني یا رڼا بده لګېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *