د زړه د حملې ترټولو شدیده نښه، څو ورځې وړاندې عموماً د شپې له لوري

د زړه حمله او د زړه او رګونو ناروغۍ هغه څه دي چې په نړۍ کې هر کال ترټولو زيات ناروغان د همدې روغتيايي ستونزو له کبله خپل ژوند له لاسه ورکوي، په نړۍ کې د بل هیڅ ناروغۍ څخه دومره زيات خلک خپل ژوند له لاسه نه ورکوي څومره چې د زړه د حملې او ناروغيو څخه ورکوي.

البته دلته بايد د خپلو خبرو وضاحت ورکړو د زړه د ناروغيو پايله همدا د زړه حمله وي، د رګونو ناروغۍ هم همغه څه چې د زړه حملې ته لار هواروي. د زړه د حملې څخه مخکې انسان پخپل بدن کې ځینې نښې نښانې حس کوي او ويني چې په ليدو سره یې باید ډاکټر ته مراجعه وکړي.

له دې نښو نښانو څخه يوه هم په سينه کې درد دی. د سينه په قفس کې یو ډول شديد درد حس کېژي، سړی ژر ژر د تنفس له تنګۍ یا ساه بندۍ سره مخ کېږي. ځینې کسان یو ډول یخې خولې کوي.يو ډول شدیده ويره چې د ننه يې انسان حس کوي او زره یې خپل ثبات له لاسه ورکوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *