د رونالدو ملګرې جورجيانا مسلمانه شوې؟ هغه وايي اسلامي جامې يې

د فوټبال د نړۍ ترټولو مشهور ستوري رونالدو د سعودي عربستان په النصر ټيم کې لوبه کوي، نوموړی دده ټيم سره د کلونو قراداد لري او اوس د خپلې کورنۍ سره يو ځاي سعودي عربستان ته انتقال شوی دی.

سعودي عربستان ته‌ د نوموړي د تګ یوه د پام وړ مسله دده ملګرې جورجيانا وه، هغه چې د رونالډو سره کلونه کېږي لکه د ښځې او خاوند يو ځای ژوند کوي او دوی دواړه څو اولادونه هم لري په رسمي ډول د رونالډو مېرمن نه ده.

يانې دوی دواړه تراوسه پورې رسمی واده او نکاح نه ده کړې، نو ددې یوې جوړې په سعودی عربستان کې يوځای اوسېدل چې نکاح یې نه وي کړې د سعودي عربستان د قانون خلاف دي. مګر ښکاري داسې چې سعودي عربستان رونالډو استثنا په نظر کې نيولې ده.

تېره شپه په یوه محفل کې جورجيانا په داسې جامو کې را ښکاره شوه چې شر یې پټ و، نوموړې د محفل وروسته په خبرو کې وويل چې د سعودي عربستان د کلتور سره یې مينه پيدا شوې ده، په ټولنيزو رسنيو کې داسې خبرونه خپاره شوي دي چې د جورجيانا علاقه د اسلام او د اسلامي کتلور سره په زیاتېدو ده او دا هيله ښوودل شوې ده چې کېدی شي هغه اسلام ومني.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *