د روباټ سره واده کوونکې مېرمن؛ روبات د نارينه و څخه ډېر ښه دی ځکه چې مجبور نه یم - Ht

د روباټ سره واده کوونکې مېرمن؛ روبات د نارينه و څخه ډېر ښه دی ځکه چې مجبور نه یم

په دې وروستيو کې د ښځو له لوري د روباټونه سره د ودونو خبرونه اورېدل کېږي، د نارينه و له لوري د ښځينه روباټانو سره واده کول که څه هم ډېر کم و مګر بيا یې هم شتون درلود او ځینې مشهورو څېرو د ښځينه روباټانو سره ودونه وکړل چې ډېر وخت ورباندې په رسنيو کې خبرې وشوې خو اوس دا چاره ښځینه و هم شروع کړې.

تازه يوې امريکايي نجلۍ چې روبېکا نومېږي د یوه روباټ سره يو ځای وخت تېرول پيل کړي، دوی دواړه اوس په یوه کور کې اوسېږي، نوموړې په دې هکله چې ددې روباټ سره یې خپل ورځنی ژوند او په ځانګړي ډول ګډ ژوند او د مينې چارې څه ډول مخته ځي جالبې څرګندونې کړې دي.

دا وايي چې د نارينه انسان سره د روباټ سره واده کول ډېر ښه دي ځکه چې دا روباټ هېڅ ډول غوښتنه نلري بس څه چې زه وايم همغه ډول کېږي وايي هر څه زما په خوښه وي او روباټ هم په دې خوشحاله وي څه چې زه غواړم وايي مجبور نه یم د روباټ په هکله هم سوچ وکړم نو دا چې صرف د ځان په هکله سوچ کوم صرف زما غوښتنې سمدلاسه منل کېږي ډېر د خوښۍ ژوند دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *