د رحمت الله نبیل له مور څخه تازه خبر راغی، د نوموړي مور پرون
د افغانستان د ملي امنيت د پخواني ريس رحمت الله نبیل له مور څخه تازه خبر راغی، د نوموړي مور وروسته له هغه چې رحمت الله نبیل د افغانستان څخه وتښتېده يوازې پاتې شوې وه.
اوس رحمت الله نبیل خبر ورکړی دی چې له اوږده انتظار وروسته یې مور پدې بريالۍ شوې ده چې د افغانستان څخه ووځي او دده څنګ ته ورسېږي.
رحمت الله نبیل دا خبر د ټولنيزو رسنيو له لارې خپور کړی دی چې په کومېنټونو کې د افغانانو له پراخ غبرګون سره مخ شوی دی.
يوه افغان ورته ليکي و: ښه شوه چې ته د خپلې مور سره يو ځای شوې خو ستاسې بې مسولیتۍ او خیانت ګڼ افغانان د خپلې مور وطن افغانستان څخه جدا کړل. يوه بل ورته ليکلي و: ته خو هغه دي د خپلې مور سره يو ځاي شوې خو ستاسې د چور او فساد د حکومت د دوام لپاره په زرګونو افغانان بې موره شول.