د راشد خان څخه د ګلبدين نايب عجيبه غوښتنه: لږ خو ماته راکړه

د افغانستان د کرکټ په ملي ټیم کې په پخوا تر ډېره بحث په اصغر ستانکزي او د هغه په کورنۍ و، ځکه يو خو پخپله د کرکټ بې خبره کس او بل به یې د ځان په شان د کرکټ سره اړه نه لرونکي د کورنۍ غړي د کرکټ ملي ټیم او نورو برخو کې په ځای په ځای کول. د اصغر وروسته اوس کله چې ددوی د دورې لوبغاړی ګلبدين نايب په نړيوال جام کې وليدل شو نو په هغه باندې هم ګرم بحثونه په ټولنيزو رسنيو کې د افغان کرکټ د مینوالو له لوري پیل شول.

که څه هم ګلبدين نايب په یو څو وروستيو لوبو کې څه نا څه وځلیده خو دا چې د هغه د لوبو ټول لېست وکتل شي نو په مطلق اکثریت لوبو کې يې ډېر ضعيف رول لوبولی نو ځکه یې اوس هم منتقدین په ټیم کې نه غواړي.

خو اوس خبره د راشد خان او ګلبدين نايب ترمنځ د ټوکو او مسخرو ده، نن د راشد خان مینوال په انسټاګرام کې پينځو ميليونو ته ورسیدل چې په دې سره ګلبدين نايب د راشد خان څخه په یوه کومېنټ کې د ټوکې په شکل وغوښتل چې یو څه تعقیب کوونکي ده ته ورکړي‌.

خو راشد ورته جالب ځواب ورکړ او ورته ويې ویلي يې دي چې تا پرون زه بې ځايه رن اوټ کړی یم ولا که يو دانه هم درکړم، ددوی ترمنځ دې جالب صحبت د کرکټ په رسنیو کې پراخ ځای وموند.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *