د راشد خان څخه د پاکستانۍ خبریالې پوښتنه؛ بابر ته بال کول سخت دي که ويرات کولي ته؟ -

د راشد خان څخه د پاکستانۍ خبریالې پوښتنه؛ بابر ته بال کول سخت دي که ويرات کولي ته؟

د کرکټ شل اوریز نړیوال جام نور په پيلېدو دی او صرف يو څو شپې ورځې پاتې دي چې دغه جام لپاره لوبې پيل شي په دغه جام کې افغانستان هم د یوه قوي سيال په توګه راميدان ته کېږي او ډېری افغانان په دې لوبو کې پخپلو ځانګړو ستورو لکه راشد خان باندې زيات حساب کوي او تمه لري چې د راشد خان او مجيب غوندې لوبغاړي به د افغانستان لپاره يو څه وکړي.

راشد خان د افغانستان او نړۍ د کرکټ‌ يو ځلانده ستوری دی، دی او نبي دواړه هغه کسان و چې د افغانستان لپاره یې ښې لوبې کولې په نړيوالو سوداګريزو ليګونو کې لوبېدل خو له بده مرغه چې نبي اوس خپل پخوانی کردار نشي کولی او د کرکټ د چارو پوهان ورته سپارښتنه کوي چې د شل اوریز نړیوال جام وروسته دې تقاعد شي ځکه چې نور یې په ټيم کې پاتې کېدل افغانستان ته د ګټې په ځای زيان رسوي.

د افغانستان سره به په نړیوال جام کې پاکستان او هند هم مخامخ کېږي د يوې پاکستانۍ خبریالې په ځواب کې چې د پاکستان بابر اعظم ته بال کول سخت دي‌ او که د هند ويرات کولي ته، راشد خان وويل چې دواړو ته بال کول کافي سخت دي ځکه دواړه غلط يا اشتباه بال نه‌ معاف کوي او هڅه کوي چې د هر بال څخه اعظمي استفاده وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *