د راشد خان زړه یې مات کړ؛ د کرکټ نړیوالې شورا اعلان وکړ چې له دې وروسته راشد خان

د افغانستان د راشد خان ستوری په دې وروستيو کې د کرکټ په نړۍ کې هغه شان نه ځلېږي لکه څنګه چې پخوا ځلېده، راشد خان د افغانستان يو ترټولو ټاپ لوبغاړی دی چې د خپل ټيم ټوله هيله هم ده ته وي تازه یې د کرکټ نړيوالې شورا په هکله داسې خبر خپور کړی چې دده به چندان خوښ نشي.

د کرکټ نړيوالې شورا د نړۍ ترټولو ښه توپ اچوونکی د سريلانکا د ملي ټیم لوبغاړی ونېندو هسرنګا اعلان کړ، نو په رسمي ډول نور راشد خان د نړۍ ترټولو غوره توپ وهونکی نه دی.

د کرکټ د نړیوالې شورا له خوا په خپرو شويو معلوماتو کې راځي چې د نړۍ د شل اوريزو سياليو ترټولو ټاپ الرونډر هم شکيب الحسن دی او د افغانستان محمد نبي په دوهم مقام ولاړ دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *