د راشد خان خاطره؛ کله مې چې ويرات کولي په لومړي ځل وليده دوه نیم ساعته يې -

د راشد خان خاطره؛ کله مې چې ويرات کولي په لومړي ځل وليده دوه نیم ساعته يې

د افغانستان ټاپ توپ اچوونکی د هند او په ځانګړي ډول د هند د کرکټ د مشهورو لوبغاړو سره ښې اړیکې لري دا اړيکې هغه مهال پيل او زياتې غښتلې شوې کله چې راشد خان په پرلپسې ډول د هندوستان په سوداګریز کرکټ ليک ای پي اېل کې ولوبیده.

نوموړي په یوه مرکه کې ددې ليګ او هلته د هندي لوبغاړو او یا هم نورو ټاپ نړيوالو کرکټ لوبغاړو په هکله خبرې کړې دي دا چې راشد خان د هند په دې ستر ليګ کې هر کال خپل ځای ګرنټي کړی وی نو د هندی رسنیو سره یې هم خبرې او مرکې کمې نه وي.

ده په دې مرکه کې ويلي دي چې په ای پي اېل کې لوبېدل ورته په زړه پورې دي ډېر څه یې ترې زده کړي خو وايي په لومړيو کې چې زه کله هلته ولاړم نو زما لپاره حیرانونکې دا وه چې یوه ورځ مې د ويرات کولي تمرین وليده.

وايي ښاغلي کولی دوه نیمه ساعته د توپ وهنې يا بېټېنګې سخت مسلسل تمرین وکړ چې دی یې په ليدو سره حیران و راشد خان د ښه فټنس په هکله ويرات کولي ستایلی دی. د يادونې وړ ده چې ويرات کولي په ځانګړي ډول خپل فټنس ته ډیر زيات ارزښت ورکوي او ډېر زيات پام ورته کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *