د راشد خان خاصې مينه والې د هغه انځور رسم کړ او په ميدان کې یې
د اسټراليا مشهورې انځورګرې ماريکا د افغانستان د کرکټ د مشهور ستوري راشد خان انځور رسم کړی دی، نوموړې د راشد او په آسټراليا کې د هغه ټيم کې راشد خان پکې لوبه کوي انځور رسم کړی او په ټولنيزو رسنيو کې یې خپور کړی دی.
ماريکا کله چې د راشد خان يو ډېر ښکلی انځور رسم کړ نو بيا یې د لوبو په ميدان کې هغه ته ډالۍ کړ او د همدې انځور سره دواړو یو ځای د خاطرې انځور هم واخيست.
د يادونې وړ ده چې راشد خان اوس مهال د اسټراليا په ليګ بي بي اېل کې په دې هېواد کې لوبه کوي، لکه د نورو هېوادونو په شان په آسټراليا کې هم راشد خان ډېر زيات مینوال لري.