د دوه جن.سي غړو لرونکې ښځې دوه اولادونه راوړل
په آسټراليا کې د مدالين په نامه یوه څلورویشت کلنه مېرمن د دوه جن. سي غړو سره پيدا شوې وه، نوموړې چې اوس مهال د يوه ۲۷ کلن کس سره ګډ ژوند تېروي د اولاد پيدا کولو په برخه کې يو داسې کار کړی دی چې په ۵۰ ميليونو کسانو کې صرف په یوه کې ترسره کېدی شي.
دغه مېرمن د خپلو دواړؤ جن. سي غړو يا رحمونو څخه حامله شوې ده او اوس یې دوه اولادونه نړۍ ته راوړي دي، د طب پوهان وايي چې دا په نړۍ کې په ۵۰ ميليونو کسانو کې په يو کس کې پېښېږي.
مدالين زياتوي لس ځله مې د حامله توب تداوي کړې ده او کلونه کېږي چې هڅه مې کوله چې حمل واخلم او مور شم، کله مې چې اوس واورېدل چې په غبرګو اولادونو حامله يم نو هکه حيرانه شوم.