د دوه اروپایي هېوادونو ترمنځ د جګړې تیاری: هره شېبه جګړه

د دوه اروپایي هېوادونو ترمنځ جنجال د‌جګړې څه ته رسیدلی دی، د کوسوو او صربیا ترمنځ وخت نا وخت جنجال پېښېږي مګر اوس وضعيت ډېر نازک شوی دی او د صربیا صدراعظم انا برنابيچ ويلي دي چې کېدی شي ددواړو هېوادونو ترمنځ هره شېبه جګړه پيل شي.

صربيا د کوسوو خپلواکي په بشپړ ډول په رسمیت نه پېژني او په کوسو کې اوسېدونکي صرب قوم وخت نا وخت په بېلابېلو سببونو يو ډول بغاوت ته هڅوي او ورسره مستقيمه سياسي او نظامي مرسته کوي.

د کوسوو ۳۰۰ پوليس په دې هېواد کې پرون په هغه سيمه ورغلل چېرته چې صرب قوم لرونکي خلک اوسیږي او دلته د یوه جنجال په ترڅ کې یو پولیس خپل ژوند له لاسه ورکړ.

د پوليس ويشتونکي کس په هکله تراوسه پورې معلومات نشته خو د کوسوو چارواکي وايي په دغه کار کې صربيا لاس لري او پخپله ددې سیمې خلک دا ډول کوم کار نکوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *