د خپلې ښځې دغه دريو حرکتونو ته تل کلک متوجه اوسئ

مخکې له واده او يا هم د واده په جريان کې دې ته پام کول پکار دي چې که چېرې ښځه هر وخت بهانه کوي او نه وخت غواړي د خپل نامزد يا خاوند سره ډېر وخت يوازې تېر کړي ځان په یو کار مصروف کوي يا بله بهانه کوي نو بايد پام وشي چې کېدی شي دا ډول مېرمن د خپل خاوند يا نامزد سره د وخت تېرولو بل ښه څه ولري او په خپله خوښه یې ددوی سره واده ته زړه نه وي اېښی.

په‌ دوهم قدم کې بايد هغه ښځې ته زيات پام وشي چې په هره دعوه او بحث کې ځان په حقه ګڼي، بحث او دعوې د ژوند یوه برخه ده خو پکار ده د يو بل نظر واورېدل شي او څوک مجبور نشي چې د مقابل طرف خبره تل ريښتيا وګڼي.

دريم دا چې د ښځې ژبې او اخلاق مهم دي بايد توجو وشي چې له هغه ښځې سړي ځان وساتي چې خبرې يې هېڅ پوله نلري او تل یې د خولې ښکنځلو ته ورته خبرې وځي او یو ډول د کلام عفت نه‌ مراعات کوي.

څلورم هم دا چې ښځه بايد خپل خاوند ته لومړيتوب ورکړي او تل یې سره کرښه خپل خاوند وي هېڅکله داسې نه وي چې خپل خاوند په دوهمه کتګورۍ کې کیږدي تل بايد ښځه خاوند او خاوند ښځه خپل لومړی لومړيتوب وګڼي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *